افغان کرکټ بورډ د هېواد په کچه د لوبو اجازه ترلاسه کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ د کرونا د مخنیوي له بېړنۍ ملي کمېټې نه د هېواد په کچه د لوبو اجازه ترلاسه کړه.

دغه اجازه وروسته له هغې ترلاسه شوه چې د کرکټ بورډ مشرتابه نن د یادې کمېټې له لوړپوړو مسؤلینو سره غونډه وکړه.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک وایي، د دې پرېکړې له مخې به نږدې راتلونکي کې د شپږیزې لیګ هم پيل شي.

ښاغلی هوتک وایي، دوی به د کورني کرکټ ټولې لوبې او تمرینات د هغو سپارښتنو په چوکاټ کې ترسره کوي چې روغتیا وزارت دوی ته کړي.

افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له پيله ورزشي لوبې درېدلې وې.