پکتیا کې ماین چاودنې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژلی

ارشیف، پکتیا کې چاودنه. انځور تزئیني بڼه لري.

د ملي امنیت یو کارکوونکی په پکتیا کې د ماین چاودنې وژلی او درې نور یې ټپیان کړي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر لطف‌الله کامران ازادي راډیو ته وویل، چاودنه نن غرمه مهال د ګردېز ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د کابل-ګردېز په عمومي سړک د یوه ځای پر ځای شوي ماین له کبله وشوه.

دا ماین هغه مهال وچاودېد چې د ملي امنیت ځواکونو هایلکس ډوله موټر له سیمې تېرېده.

دا په تېره یوه اوونۍ کې څلورمه چاودنه ده چې له ګردېزه کابل ته د غځېدلي واټ په اوږدو کې کېږي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.