روسیه کې د یوه والي د نیولو په غبرګون د لسګونه زره کسانو لاریونونه

د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

د روسیې په ختیځ ښار خباروفسک کې لسګونه زره کسان د دوی د سیمه ییز والي د نیولو په غبرګون کې سړکونو ته راوتلي.

والي سرګي فورګل تورن دی چې ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو کې یې د څو سوداګرو د وژنې امر ورکړی د ځینو نورو د وژنې هڅه یې کړې ده.

د فورګل ملاتړي نن د لینن په مرکزي څلور لاره کې راټول شوي او دا شعارونه لېږدوي چې "زه سرګي فورګل یم" " فورګل خوشې کړئ" او " شرم پر مسکو".

د روسیې په یو شمېر نورو ښارونو کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

پنځوس کلن فورګل وړمه ورځ د څېړنیزې کمېټې له خوا ونیول شو او د مسکو یوې محکمې یې د دوه میاشتني توقیف پرېکړه وکړه.

نوموړي ویلي، دی بې ګناه دی او د سوداګرو په وژنه کې لاس نه لري.

د روسیې په پارلمان کې د لیبرال ډیموکراټ ډلې مشر ولادیمیر ژیرینوفسکي ویلي، دوی د خپل دې غړي د نیولو په غبرګون کې استعفا ته چمتو دي.