نړیوال بانک افغانستان سره ۲۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه

نړیوال بانک

نړېوال بانک له افغانستان حکومت سره ۲۰۰ میلیونه ډالره بلا عوضه مرسته وکړه.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه مرسته کرونا ویروس سره د ټولنیزې او اقتصادي مبارزې په هدف شوي ده.

نوموړي وویل، چې په دغو ٢٠٠ میلیونه ډالره مرسته کې ١٠٠ میلیونه ډالره یې د امریکا د نړیوال پراختیایي ادارې تر څارنې لاندې مصرفېږي.

د مالیې وزارت وایي، افغان حکومت به دغه مرستې د پالیسیو د پیاوړتیا، د اقتصادي وضعیت د ښه والي، روغتیایي خدمتونو او یو شمېر نورو برخو کې ولګوي.