ننګرهار کې پولیسو لسګونه کیلوګرامه کېمیاوي مواد نیولي

ارشیف

په ننګرهار ولايت کې له نشه يي موادو سره ځانګړو پولیسو د عملياتو په نتيجه کې لسګونه کيلوګرامه کېمياوي مواد ونيول شول.

د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت وياند اسدالله يادګاري ازادۍ راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې عمليات وکړل چې د امونيم کلورايډ په نوم (۵۰) بوجۍ کېمياوي مواد يې ونيول.

دا کېمياوي مواد په يوه کور کې پټ ايښودل شوي او په پام کې وه چې د ننګرهار ولسواليو ته قاچاق او بيا د نشه يي موادو په جوړولو کې کار ځنې واخیستل شي.

د دې کېمياوي موادو د ساتلو او قاچاقو په تور دوه نفره نيول شوي او د څېړنو لپاره کابل ته وړل شوي دي.