په زابل او ارزګان کې په یوه ورځ د توغندي او هاوان د چاودنو په دوو جلا پېښو کې اوه تنه ماشومان مړه او ټپیان شول.
لومړۍ پېښه پرون جمعه د زابل د مرکز کلات ښار په ځوځګرې سیمه کې وشوه چې درې ماشومان پکې مړه شول.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل:"دښمن د مرکز کلات په ځوځګرې، سیمه کې د راکټ یوه مرمۍ چارج کړې وه څو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوړي، خو مرمۍ ماشومانو ته په لاس ورغلې او پرې چاودېدلې ده، په پېښه کې درې ماشومان په شهادت رسېدلي او دوه نور ټپیان دي."
ښاغلي سیال زیاته کړه چې افغان ځواکونو ټپي شوي ماشومان، د علاج لپاره د کلات حوزوي روغتون ته رسولي دي.
له بلې خوا د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې هم د هاوان یوه مرمۍ چاودېدلې چې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي آزادۍ راډیو ته وویل، له طالبانو پاتې د هاوان یوه مرمۍ پرون مازیګر هغه مهال وچاودېده چې ماشومانو په سیمه کې لوبې کولې.
وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه تردې دمه څه نه دي ویلي.