غوڅ ملاتړ مأموریت: د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره شوې

ارشیف، د افغان ځواکونو یوه «اې-۲۹ سوپرټوکانو» الوتکه. انځور تزئیني بڼه لري.

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت تأییدوي چې د افغان هوايي ځواک یوه الوتکه په افغانستان کې نسکوره شوې ده، خو چا ته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ پرون جمعه په یو بیان کې چې د اېمېل په وسیله‌یې ازادي راډیو ته واستاوه ویلي چې د افغان هوايي ځواک یوه «اې-۲۹ سوپرټوکانو» الوتکه چې امریکايي پیلوټ چلوله، د تمریناتي الوتنې پر مهال نسکوره شوه، خو پیلوټ ځان ایستلی او روغ ځمکې ته راکوز شوی دی.

د امریکا پوځ وايي، لومړنۍ څېړنې یې ښيي چې د الوتکې د نسکورېدو علت تخنیکي ستونزه وه، خو زیاتوي چې د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

د غوڅ ملاتړ په بیان کې د پېښې د ځای په اړه څه نه‌دي ویل شوي.