د تهران لویدیځ ته نن د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی خو چارواکو ویلي چې کومه چاودنه نهده شوې.
لومړی د چاودنې په اړه راپورونه د ایریب دولتي ټلویزیون او مهر خبري اژانس خپاره کړي و.
ایریب راپور ورکړی و چې تهران ته نږدې په قدس ښارګوټی کې د برښنا پر چاوي راغلې وه او احتمالاً یوه چاودنه شوې.
په راپور کې د چاودنې په اړه هېڅ جزئیات نهو ورکړل شوي.
د قدس ولسوالې لیلا واثقي ویلي امنیتي چارواکو د چاودنې غږ نهدی تأیید کړی.
تر دې څه باندې لس ورځې مخکې د تهران په سینا اطهر روغتون کې چاودنې شااوخوا شل تنه ووژل ورپسې د نطنز په اټومي تاسیساتو کې هم چاودنه شوې وه.