د امریکا ټرانسپورت وزارت د پاکستان نړیوال هوايي شرکت د الوتکو مستقیم پروازونه لغوه کړه

د امریکا ټرانسپورت سټیشن

د امریکا متحده ایالتونو ټرانسپورت وزارت دغه هېواد ته د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت پي.ای.اې د الوتکو مستقیم پروازونه لغوه کړه.

دا کار ځکه شوی چې ویل کېږي د پاکستاني پیلوټانو د اسنادو په اړه اندېښنې موجودې دي.

د ډان پاکستاني ورځپاڼې د راپور په اساس دا موضوع پي.ای.اې ته په یوه مکتوب کې ابلاغ شوې چې یوه کاپی یې دې ورځاڼې ته هم رسیدلې.

د ډان د راپور په اساس د پي.ای.اې ویاند عبدالله خان دا موضوع تأیید کړې او ویلی یې دي چې د امریکا د دې پرېکړې په اړه یې یو ایمیل ترلاسه کړي.

د امریکا د دې پرېکړې علت د یاد هوایي شرکت د خوندیتوب او د پیلوټانو د اسنادو په اړه شته اندېښنې یادې شوي.

پاکستان وروسته له هغه چې تېره میاشت د ځینو پیلوټانو د اسنادو د جعل په اړه معلومات ترلاسه کړل یو په درېیمه برخه پیلوټان یې له پروازه منع کړل.

د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان ویلي چې د پي.ای.اې د هوايي شرکت د ۲۶۲ پیلوټانو د الوتنو د جواز په برخه کې شکونه موجود دي.