په ایټالیا کې د ورځې په ازاده فضا کې سرلوڅې سینما پرانیستل شوي.
هلته چې د کرونا ویروس په خاطر سینماګانې تړلي دي او په ټولنیز واټن جدي ټینګار دی خلک په خپلو موټرو کې یوه سرخلاصي ځای ته ورځي او هلته فلمونه په لوی لګیدلي سکرین باندې ګوري.
الیسیو ټومي چې د فلم نندارې ته ورغلی وايي پخوا یې کله هم په ازاده فضا کې په دومره لوی سکرین فلم نهو کتلی.
هغه زیاته کړه: "دا واقعا يوه نوې تجربه ده. موږ ځوانو خلکو کله هم داسې په موټر کې ناست په لوی سکرین فلم نهو کتلی. زه د سینما سخت شوقي وم او هره اوونۍ ورتلم."
روم ته نږدې په اوستیا ښارګوټي کې د سرلوڅې سینما مالک ګیسیپ چیاتولي وايي د دوی سرخلاصې سینما په ټوله اروپا کې ساری نه لري.
ایټالیا او هسپانیه کې دا وروستۍ څو میاشتې د کرونا ویروس په خاطر په کورونو کې ایسارو خلکو یو نیم وخت له کړکیو او برنډو سازونه غږولي او ګډاوې یې کړي څو خپګان ور ونه لویږي.
په ایټالیا کې څه باندې ۲۴۲ زره کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې نږدې پنځه دېرش زره کسان مړه شوي.