ساري ناروغیو مشر: امریکا کې د کرونا ویروس د تلفاتو ورځنۍ شمېره تر ۱۰۰۰ اوړي

ارشیف

امریکا په متحده ایالتونو کې د ساري ناروغیو او حساسیت د ملي انستیتیوټ مشر وایي، متحده ایالتونه له کرونا ویروس سره د مبارزې په یوه سخت پړاو کې دي چې اوس د دې ناروغۍ د تلفاتو ورځنۍ شمېره تر زرو اوړي.

انتوني فوچي پرون وویل، تلفات وروسته تر دې زیات شوې دي چې په ډېرو ایالتونو کې بازارونه بېرته پرانیستل شول او په کورونو کې د پاتېدو بندیزونه سست شول.

فوچي هغه کنفرانس ته چې د هېل خبرې څانګې چمتو کړی و څرګنده کړه چې امریکایان اوس له ډېر سخت حالت سره چې له ګواښه ډک دی، مخامخ دي.

د امریکا له پنځوسو ایالتونو څخه په څلویښتو کې د کرونا مثبتې پیښې په زیاتېدو دي.

د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې د پنجشنبې په ورځ په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس څه باندې پنځه شپیته زره نوې مثبت پیښې ثبت شوې. تر اوس په څلرویشت ساعتونو کې کله هم دومره ډېر کسان په کرونا ویروس نه و اخته شوي.

په متحده ایالتونو کې اوسه درې میلیونه او څه باندې دوه لکه کسان په کرونا اخته دي او د تلفاتو شمېر تر یولک او پنځه دیرش زرو اوښتی دی.