د روسیې د پارلمان یو شمېر استازو د یو لایحې د تمدید وړاندیز وکړ

ارشیف

د روسیې د پارلمان یو شمېر استازو د هغې لایحې د تمدید وړاندیز وکړ چې هدف یې د مخالفو فعالانو او سیاستوالو غلي کول او دغه راز د هغو کسانو پټه خوله کول دي چې د روسیې له خاورې سره د کریمیا ټاپوزمې د غیرقانوني یوځای کولو موضوع راپورته کوي.

د دې لایحې یوه لیکونکي، د روسیې په دولتي دوما کې د دولت جوړونې او قوانینو د کمېټې رئیس پاویل کراشینینیکوف وویل، دا لایحه به د سختدریځۍ پر ضد د اقداماتو قانون تعدیل کړي.

د دې قانون پر اساس د روسیې د فدراسیون پر مځکنۍ بشپړتیا تېری سختدریځي ګڼل کېږي.

په نورو تعدیلاتو کې یو دا دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اجازه ورکول کېږي چې له اوسنۍ دوهمې دورې وروسته دوه ځلې بیا هم ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي.

د پوتین اوسنۍ دوره په ۲۰۲۴ م کال پای ته رسېږي.