روغتيا سازمان: زموږ ځواب په اړه دې يو متخصص پلاوی بيا کتنه وکړي

د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، موافقه یې کړې چې د کرونا ویروس په وړاندې د دې ادارې د ځواب ویلو په اړه دې یو متخصص پلاوی بیا کتنه وکړي.

د دې ادارې رئیس تیدروس ادهانوم ګیبریسوس په دې اړه پرون پنجشنبه په یوه ویدیو کنفرانس کې وویل: "د روغتیا د نړیوال سازمان غړیو هېوادونو هم موافقه کړې چې دا اداره باید د 'کوویډ-۱۹' په وړاندې له خپل ځوابه د زده کړیو درسونو هر اړخیزه او خپلواکه ارزونه پیل کړي. دا د ځان په اړه د فکر کولو وخت دی څو نړۍ ته، چې په هغه کې ژوند کوو، وګورو او د انسانانو د ژوند ژغورلو او د دې اخیستونې ناروغۍ د کنټرولو لپاره په ګډه لارې–چارې ومومو او خپله همکاري زیاته کړو."

د امریکا متحده ایالتونه د روغتیا د نړیوال سازمان د بودجې لویه برخه ورکوي.