په پاکستان کې د اېډز ناروغي زیاته شوې ده.
په پاکستان کې د اېډز ناروغۍ مخنیوي اداره وايي، په دې هېواد کې د 'اېچ.ای.وي' او اېډز ناروغانو په شمېر کې د تېر کال په نسبت زیاتوالی راغلی دی.
د دې ادارې مشر ډاکټر بصیر پرون ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستان کې د 'اېچ.ای.وي/ اېډز' ناروغانو شمېر له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې ورځ تر بلې زیاتېږي.
نوموړی وايي، دا مهال په پاکستان کې د ۱۸۰ زرو په شااوخوا کې خلک په 'اېچ.ای.وي /اېډز' اخته دي.
د اېکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې له مخې، تېر کال د 'اېچ.ای.وي/ اېډز' ناروغانو شمېره په دې هېواد کې ۱۶۵ زره وه.
د ملګرو ملتونو د اېډز مخنیوي ادارې هم د جولای پر شپږمه په خپل یو راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د 'اېچ.ايي.وي' د ناروغانو او د اېډز له وجې په مرګونو کې زیاتوالی راغلی دی.
دې ادارې په خپل یو تازه راپور کې ویلي چې د اېډز ناروغۍ د مخنیوي لپاره د سیاسي ژمنو، د قوانینو او پالېسیانو کمی او په ټولنه کې اېډز یوه بدنامي ګڼلو په خبره کې زیاتوالي هغه عوامل دي چې له وجې یې دا ناروغي ډېره شوې ده.