د پنټاګون جګپوړي مشران د کانګرس استماعیه غونډه کې ګډون کوي

مارک اسپر او مارک میلي

د پنټاګون جګپوړي مشران نن د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې ګډون کوي او تمه ده چې یو شمېر لانجمنو پوښتنو ته چې یوه هم په‌کې د سپینې ماڼۍ په مخ کې د مظاهرو په وړاندې غبرګون ښودل دي، ځوابونه ووايي.

د سپینې ماڼۍ په مخ کې مظاهرې تېره میاشت د پولیسو له‌خوا د جورج فلوید په نوم د یوه تور پوستي امریکایي د وژلو پر سر راپارېدلې وې.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر او د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز مارک میلي به د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.

پر ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې د قهرجنو مظاهره کوونکو د خورولو لپاره له ملي ګارډ څخه د استفادې په ګډون د اعتراضونو په وړاندې د شدید غبرګون د ښودلو په خاطر انتقاد شوی دی.