امریکا پر ایران د وسلو د پلورلو بندیز د تمدید غوښتنه وکړه

د امریکا بیرغ

د امریکا متحده ایالاتو پر ایران د وسلو د پلورلو د بندیز د تمدید غوښتنه وکړه. دا بندیز د اکټوبر په نیمایي کې پای ته رسېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: "د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر ایران د وسلو لګولی بندیز وغځوي چې په سیمه کې د نورو شخړو مخه ونیول شي. هېڅ جدي کس به ښایي باور ونه‌کړي، کومه وسله چې ایران ترلاسه کوي هغه به د سوله‌ییز هدف لپاره کاروي."

ښاغلي پومپیو زیاته کړه چې د جون په ۲۸مه امریکا او متحده ځواکونو یې یوه بېړۍ ونیوله چې ایراني وسلې یې په یمن کې حوثي یاغیانو ته لېږدولې.

روسیه او چین نه‌غواړي چې پر ایران د وسلو د خرڅلاو لګېدلی بندیز وغځېږي.

د ایران او د نړیوالو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون له مخې پر ایران د وسلو د خرڅلاو بندیز له ننه نږدې څلور میاشتې وروسته پای ته رسېږي.

امریکا په ۲۰۱۸ کې له ایران سره له شوي اټمي تړونه بهر شوه.