طالبانو ته د روسیې له لوري د انعامونو په ورکړه د امریکايي جنرال شک

افغانستان کې امریکايي سرتېري

د امریکا د مرکزي قومندې مشر وايي، ډاډه نه دی چې له طالبانو سره اړوندو سخت دريځو ته د روسیې د انعامونو په نتیجه کې دې په افغانستان کې امریکايي سرتېري وژل شوي وي.

جنرال فرانک مکنزي پرون د جولای په اوومه خبريالانو ته وویل، که روسانو طالبانو ته پیسې ورکړي وي یا نه، طالبانو په تېرو څو کلونو کې د امریکا پر ضد د عملیاتو هڅې کړي دي.

د مکنزي په وینا، دا په دې مانا ده چې د امریکايي ځواکونو ایمني وضعیت دومره تغير نه دی کړی.

رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې امریکا داسې معلومات تر لاسه کړي چې ښيي امکان شته روسیې له طالبانو سره اړوندو سخت دريځو ته پیسې ورکړي وي چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائتلاف ځواکونه ووژني.

د امریکا دفاع وزارت ویلي، د دغو ادعاوو د تايید لپاره هېڅ ثبوت په لاس کې نه لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لومړی ځل د جون په ۲۶ په دې اړه راپور ورکړ.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، روسیې او طالبانو دا راپور رد کړ.