غني د کاپیسا ولایت د وضعیت ارزولو په هدف محمودراقي ته رسېدلی

محمداشرف غني

افغان ولسمشر د کاپیسا ولایت د وضعیت ارزولو په خاطر د دې ولایت مرکز محمودراقي ښار ته تللی دی.

د جمهوري ریاست ارګ د اعلامیې له مخې، محمد اشرف غني له ملکي او نظامي مسئولینو سره د خلکو په یوه پراخه غونډه کې خبرې کوي چې پکې قومي مشرانو، متنفزین، عالمان، ښځې او ځوانان ګډون کوي.

ولسمشر به همداراز د هغوی وړانديزونه واوري.

کاپیسا ولایت ته د ولسمشر غني سفر په داسې حال کې دی چې د دې ولایت په ولسوالیو کې د ناامنیو زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.