ولایتي شورا: پکتیکا کې ۵ ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس کې دي

پکتیکا

د پکتیکا د ولایتي شورا یو شمېر غړي او اوسېدونکي وایي چې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله‌والو طالبانو په لاس کې دي او په یو څو نورو ولسوالیو کې بیا نیم دولت او نیم وسله‌وال طالبان فعالیت لري.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړی افسر خان سلیمان‌خېل وایي چې د دې ولایت پنځه ولسوالۍ په بشپړه توګه له وسله‌والو طالبانو سره دي.

نوموړی وایي، د امنیتي ځواکونو ترمنځ نا همغږي او فساد د دې لامل شوی چې یادې ولسوالۍ تر اوسه د حکومت تر کنټرول لاندې رانه‌شي.

د ولایتي شورا دغه غړی وایي چې د یادو ولسوالیو ولسوالان له ګاونډیو ولسوالیو او یا هم له مرکز ښرنې خپلې چارې مخکې بیایي، هغه څه چې د یو شمېر دغو ولسوالیو د نقل مکان خبره د پکتیکا ولایتي اداره هم تأییدوي.

د پکتیکا ولایت ۱۸ رسمي او څلور غیر رسمي ولسوالۍ لري.

د پکتیکا والي مجیب‌الرحمن څمکنی وایي، د ګوشتې په سیمه کې لویه لاره چې په مسیر یې د دې ولایت درې ولسوالۍ پرتې دي، له تېرو ۱۸ کالونو راهیسې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا بنده شوې ده او دې ولسوالیو ته د هوا له لارې اکمالات ترسره کېږي.

د پکتیکا یو شمېر ولسوالیو د امنیت په اړه د ولایتي شورا او خلکو اندېښنې په داسې مهال راپورته کېږي چې دې ولایت ته غځېدلې لویې لارې له تېرو شااوخوا ۱۰ کالونو راهیسې ناامنه دي او د عمومي لارو په یو شمېر برخو کې وسله‌وال طالبان چک پاینټونه اچوي او تلاشۍ کوي.