'د امریکایي سرتېرو په سر د روسیې انعامونه، ولې د ټرمپ ادارې ځواب نه‌دی ورکړی؟'

بهرنۍ ورځپاڼې

تمه ده چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې استماعیه غونډې ته د پنجشبې په ورځ د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ورشي.

د دې غونډې عنوان دی، 'د امریکایي سرتېرو په سر د روسیې انعامونه، ولې د ټرمپ ادارې ځواب نه‌دی ورکړی؟'

  • دې هېل

دې هېل ورځپاڼه لیکي، تمه ده چې د اوباما د ادارې په وخت د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له سرپرست مایکل موریل څخه هم په دې غونډه کې پوښتنې وشي.

نیویارک ټایمز او واشنګټن پوسټ ورځپاڼو تېره میاشت ولیکل چې د ولسمشر ټرمپ ادارې د دې مسئلې په اړه راپورونه بې‌اهمیته بللي چې روسانو طالبانو ته په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د وژلو په سر انعامونه ورکول.

دې هېل ورځپاڼې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو د تېرې اوونۍ خبرې هم رااخیستې دي چې په واشنګټن کې یې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې د روسیې مداخله د متحده ایالاتو لپاره نوې خبره نه‌ده، خو دا موضوع چې اوس راپورونه پرې خپاره شوي، جدي تعقیبوو.

  • ګارډین

پر همدې موضوع ګارډین هم لیکنه خپره کړې ده، دا ورځپاڼه لیکي، د روسانو دې هڅې ته چې په افغانستان کې امریکایي سرتېري ووژني، ولسمشر ډونالد ټرمپ سم ځواب نه‌دی ورکړی.

ورځپاڼه تور پورې کوي چې ښاغلي ټرمپ په دې برخه کې خپله دنده سمه نه‌ده ترسره کړې.

ګارډین لیکي، یو شمېر راپورونه څرګندوي چې د ټرمپ اداره او په خپله ولسمشر د ۲۰۱۹ کال په لومړیو کې خبر شول چې روسیه طالبانو ته انعامونه ورکوي چې په افغانستان کې امریکایي پوځیان ووژني.

ورځپاڼه لیکي، د راپورونو له مخې متحده ایالات داسې شواهد لري چې د یوه بانک له هغه حسابه چې د روسیې پوځي استخبارات‌یې کنټرولوي هغه حساب ته پيسې استول شوې دي چې له طالبانو سره ارتباط لري چې ښایي منځګړي پر طالبانو د دې نقدو پیسو د وېشلو چارې ترسره کړې وي.

ګارډین لیکي، له لږترلږه څو میاشتو راهیسې له دې معلوماتو د ټرمپ اداره خبره شوې ده او هېڅ داسې نښه نه‌لیدل کېږي چې ولسمشر دې د روسیې د ځپلو لپاره څه کړي وي.

ګارډین بیا لیکي، کله چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې ټرمپ ته استخباراتي معلومات وړاندې شول تر هغه وروسته ده څو ځله د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي، د هغه ستاینه‌یې ښکاره کړې ده او روسیې ته‌یې بلنه ورکړې ده چې د نړۍ د اووه سترو صنعتي یا (جي اووه) هېوادونو له ډلې سره چې ډیموکرات دي یوځای شي.

په ورته وخت کې ګارډین لیکي، ولسمشر ټرمپ پرته له دې چې له خپلو متحدانو سره مشوره وکړي، اعلان وکړ چې په زرګونه پوځیان له جرمني باسي.

د ورځپاڼې په باور دا اعلان د روسیې ولسمشر ته یو سوغات و.

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو په سر طالبانو ته د روسیې د انعامونو راپور هم روسیې رد کړی او هم طالبانو او د جولای په لومړۍ نېټه ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې ولیکل چې د روسیې د انعامونو مسئله رښتیا نه‌ده دا یوازې د دې لپاره راپورته شوې ده چې دی او جمهوري غوښتونکی ګوند وځپي.