کندهار کې یوې موټر بم چاودنې ۳ پولیس وژلي او ۱۴ تنه نور ټپيان کړي

د کندهار ولایت نقشه

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې نن سهار په موټر بم چاودنه کې درې پولیس وژل شوي او ۱۴ ملکي او نظامي کسان ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي وايي: "له چاودېدونکو موادو بار موټر سهار وختي د شاه ولیکوټ امنیه قوماندانۍ مخې ته چاودنه کړې."

احمد بهیر احمدي وویل چې د ملي اردو د انټرنشنل په نوم لوی اکمالاتي موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي و.

د دې حملې مسؤلیت طالبانو اخیستی دی. قاري محمد یوسف احمدي چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ادعا کړې چې په دې پېښه کې تر ۲۰ زیاتو پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.