ایران د زاهدان او چابهار ترمنځ د رېل پټلۍ جوړولو کار پرون د سې شنبې په ورځ پیل کړ چې چابهار د ایران د رېل له شبکې سره وصل شي او په نتيجه کې يې افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونه له ازادو اقیانوسي اوبو سره وصل شي.
دا خبره د ایران دولتي رسنۍ ایرنا راپور کړې ده.
ایرنا خبري اژانس د دې هېواد د ښار جوړونې د وزیر محمد اسلامي له قوله ویلي چې دا پروژه د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ درې اړخیزه موافقه پياوړې کوي.
راپور وايي چې د رېل دا پټلۍ به په ایران کې دننه د رېل په شبکه کې یو تحول رامنځته کړي او له افغانستان سره به د توکو او خدماتو د مبادلې په برخه کې مهم رول ولوبوي.
افغانستان چې مخکې یې له نړۍ سره د سوداګرۍ په برخه کې يې د راکړې ورکړې ډېره تکیه د پاکستان پر کراچۍ بندر کوله، په وروستیو کې د ایران د چابهار او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې د نویو ټرانزیتي لارو موندلو او پرانیستلو لټه کړې او توانېدلی چې تر ډېره د پاکستان پر کراچۍ بندر خپله تکیه کمه کړي.