چارواکي: پکتیا کې ماین چاودنې د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي

ارشیف

د پکتیا په احمدخېلو ولسوالۍ کې نن د ماینونو دوو چاودنو د ملي اردو ۲ سرتېري وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادۍ راډیو ته د دغو دوو پېښو په اړه وویل: "په یوه چاودنه کې چې د احمد خېلو ولسوالۍ د ترکاڼي په سیمه کې د ملي اردو پر رېنجر شوې، یو کس پکې ټپي شوی، خو د دې ولسوالۍ د کلکین خولې په سیمه کې بیا د ملي اردو پر ګزمې د ماین چاودنې له امله دوه سرتېري شهیدان شوي او دوه نور ټپیان شوي دي."

په سیمه کې یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم او غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، چې په دغو دواړو پېښو کې د ملي اردو ۵ تنه سرتېري وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

که څه هم د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، دغه ماینونه وسله والو طالبانو ځای پر ځای کړی و، خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.