د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله ته یوه نږدې سرچینه وايي، د دوی له اړخه د پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست بشپړ شوی او ممکن تر سبا پورې حکومت ته تسلیم کړای شي.
فضل احمد معنوي نن ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د کرونا وبا او نورو بوختیاوو له کبله ونه توانېدل د خپلو پېشنهادي کاندید وزیرانو لېست پر وخت برابر کړي.
هغه زیاتوي: "لېست بشپړ شوی دی، په پام کې وه یوه یا دوې ورځې مخکې شریک کړای شي، خو د ښکېلوو خواوو د بوختیاوو له کبله داسې ونه شول، احتمالاً نن سې شنبه یا سبا چهارشنبه به فهرست تسلیم کړای شي."
تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي وو، چې د ارګ له خوا د پېشنهادي کاندید وزیرانو په معرفۍ کې کومه ستونږه نه شته، خو هغه ویلي وو چې د عبدالله عبدالله له ډلې کاندید وزیران معرفي شوي نه دي.
د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو د نهايي نتیجو تر اعلان شا و خوا شپږ میاشتې تېرېږي خو تر اوسه کابینه بشپړه شوې نه ده.