د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې ځانمرګي برید ۴ تنه ووژل

ننګرهار

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې چاودنې ۴ تنه ووژل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر نن غرمه مهال د کوز کونړ د بازار په مرکزي چوک کې ځان ته چاودنه ورکړه چې له امله‌یې ۴ تنه ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د خوګیاڼي په خبره، برید په سیمه کې د سیمه‌ییزو پولیسو د ټیم لیډر میر زمان په موټر شوی چې خپله د میر زمان په ګډون ۴ تنه په‌کې وژل شوي دي.

د خوګیاڼي په خبره، په ټپیانو کې دوه تنه سیمه‌ییز پولیس او پاتې یې ملکي وګړي دي.

د دې برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

د یادونې وړ ده چې شااوخوا دوه میاشتې وړاندې د کوز کونړ په ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو پولیسو د یوه قوماندان شېخ اکرم د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي برید لسګونه کسان وژلي او ټپیان کړي وو.