د بادغیس د غنمو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

ارشیف

د بادغیس د غنمو د کروندو حاصل څه باندې ۱۲ سلنه زیاته شوی دی.

د دغه ولایت د کرنې وزارت ارزونې ښیي چې سږکال له دې ولایت څخه ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم راټول شوي چې د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس عبدالتواب تایب ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال د بادغیس ولایت د اوبیزو غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۳.۴۷ مټریک ټنه او د دې ولایت د للمي غنمو حاصل په یوه هکټار کې ۲.۱۴ مټریک ټنه ده.

په روان کال کې د بادغیس ولایت په ۵۶ زره او ۳۴۶ هکټاره ځمکه للمي غنم او په ۱۱ زره او ۶۱۸ هکټاره ځمکه کې اوبیز غنم کرل شوي دي.

نوموړي وویل، سږ کال په بادغیس ولایت کې ۱۶۱ زره او ۸۸۹ مټریک ټنه غنم تولید شوي دي چې د تېر کال د غنمو د حاصلاتو په پرتله ۱۲.۲۷ سلنه زیاتوالی ښیي.

د بادغیس د کرنې رئیس عبدالتواب تایب په خبره، په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو زیاتوالی د تېر کال په پرتله د غنمو د کروندو ډېروالی، د غنمو د ودې په موسم کې پر وخت او په کافي انداز ورښتونه، د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو له‌خوا پر ۱۶ زره او ۳۴۰ بزګرانو د غنمو ۸۱۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونو وېشل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د دې ولایت د اوبیزو غنمو د هر هکټار تولید ۳.۱۴ مټریک ټنه او د للمي غنمو د هر هکټار تولید ۲.۱ مټریک ټنه محاسبه شوی و.