پوروړو شرکتونو ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست خبرداری

د کانونو سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت پوروړي شرکتونو ته خبرداری ورکوي، که په راتلونکو ۳۰ ورځو کې خپل ټول پورونه پرې نه‌کړي، نو د وزارت له‌خوا به څارنوالۍ ته معرفي شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د کانونو سرپرست وزیر محمد هارون چخانسوري د دولت د پورونو راټولولو کمېسیون غړو سره په ناسته کې وویل چې افغان حکومت د کرونا وبا له امله په سختو شرایطو کې قرار لري او ضرورت دی چې له بشپړ شفافیت سره مشروع عواید راټول شي.

وزارت وایي، د کانونو او پټرولیم وزارت به د پورونو راټولولو کمېسیون ته د مقروضينو په اړه د واضح وړاندیزونو سره تفصیلي راپور ورکوي او که پوروړي په راتلونکو ۳۰ ورځو کې خپل ټول پورونه تادیه نه‌کړي، دوی به د وزارت له‌خوا د لويې څارنوالۍ دفتر کې د دولت د پورونو راټولولو کمېسیون ته راجع کوي ترڅو د دوی په اړه کمېسيون پرېکړه وکړي.

د کانونو وزارت د چارواکو په خبره، وزارت ته د لیکلې ژمنې سربېره، پوروړو شرکتونو د پورونو ادا کولو لپاره هېڅ اقدام نه‌دی کړی.

په عین حال کې، دغه وزارت تر دې وړاندې مقروضو شرکتونو ته څو وارې توصيې او اخطارونه هم لېږلي دي.

په ټوله د کې د پوروړو مجموعي اندازه پور ٥٥٩،٣٧٣،٠٤١ افغانۍ دی.