نیویارک ښار د محدودیتونو د کمېدو درېیم پړاو ته ننووت

نیویارک

نیویارک چې وړاندې د نړۍ په سطح د کرونا ویروس ډېر ځپلی وو، د محدودیتونو د کمېدو درېیم پړاو ته ننووت.

د نیویارک والي اندرو کومو د دوشنبې په ورځ د جولای ۶مه په دې اعلان سره د یاد ایالت له اوسېدونکو وغوښتل چې روغتیایي مقررات رعایت کړي.

هغه زیاته کړه: "د نیویارک ښار نن د محدودیتونو د کمولو په برخه کې درېیم پړاو ته ننوت، خو په رستورانتونو کې د ډوډۍ خوړلو ته اجازه نه‌شته. سره له‌دې چې د محدودیتونو د کموالي درېیم پړاو عملي شو، خو دا په دې معنی نه‌ده چې ولاړ شئ او محفلونه ونیسئ. اوس‌مهال زموږ ۵۰ سلنه روغتیایي خدمات بوخت دي. دباندې وتلو پر مهال باید ماسکونه واغوندئ او یو له بل سره ۶ فټه واټن وساتئ."

د ورلډومېټرز انټرنټي پاڼې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په امریکا کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر درې میلیونه اوښتی دی.

په دې کې تر ۴۲۰ زره ډېرې پېښې په نیویارک کې ثبت شوې دي. په همدې ایالت کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ څخه د مړو شمېر تر ۳۲ زره ډېر ښودل شوی دی.

اوس‌مهال د امریکا لوېدیځ ایالتونه دغې ناروغۍ سخت ځپلي او ویروس ډېر په‌کې خپور شوی دی.