د اتریش پولیس په دې اړه پلټنې کوي چې په دې هېواد کې د یوه روسي پناه غوښتونکي وژنه کومه سیاسي انګېزه لري که څنګه.
پولیسو تر دې وړاندې راپور ورکړی وو چې یو ۴۳ کلن روس د جولای پر څلورمه له پلازمېنې ویانا بهر په یوه پارکېنګ کې په ډزو ووژل شو.
د دې پېښې په تړاو دوه کسه نیول شوي دي.
که څه هم د اتریش پولیسو د وژل شوي کس نوم نهدی ښودلی، خو په چچن کې ځینو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې دا کس د چچن یو پخوانی جلا غوښتونکی مامي خان عمروف نومېده او د چچن د مشر رمضان قدیروف منتقد وو.
د اتریش استخباراتي او د ترورېزم ضد ادارې اوس پر دې قضیې پلټنه کوي.
د دغه هېواد د ترورېزم ضد ادارې چارواکو د جولای پر شپږمه ویلي چې ښایي د دې وژنې تر شا سیاسي انګېزه وي.
د راپورونو له مخې دا روسی پناه غوښتونکی پر سر ویشتل شوی دی او د امبولانس تر رسېدو دمخهیې ساه ورکړې ده.