روسیه: محکمه د یوې خبریالې په اړه خپل حکم اعلانوي

د سویتلانا پروکوپیووا

ټاکل شوې په روسیه کې یوه محکمه د یوې خبریالې په اړه خپل حکم اعلان کړي.

د سویتلانا پروکوپیووا په نوم د دغې خبریالې محاکمه کولو په روسیه کې د بشري حقونو د ملاتړو غبرګونونه پارولي.

د روسیې په لویدیځ پیسکوف ښار کې څارنوالانو له پوځي محکمې غوښتي چې دا خبریاله د ترهګرۍ د توجیه کېدو په جرم په ۶ کاله بند محکومه کړي.

څارنوالان هڅه کوي چې دغه خبریاله ۴ کاله له رسنیز فعالیته هم بې برخې کړي.

پروکوپیووا د ازادي راډیو له روسي څانګې سره په مقطعي ډول کار کاوه.

پروکوپیوا د محکمې په جریان کې ځان بې ګنا بللی او دغه محکمه یې په روسیه کې د بیان ازادۍ د وژلو یوه هڅه بللې ده.