د لوګر ولایتي شورا غړې نفیسه هجران یوه وسله‌وال برید کې ټپي شوه

نفیسه هجران

د لوګر د ولایتي شورا غړې نفیسه هجران په یوه وسله‌وال برید کې ټپي شوه.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي رسنیو ته ویلي، نوموړي نن سهار د بیرغ چوک سیمه کې دفتر ته په لاره وه چې د تومانچې ډزې پرې شوې دي.

ښاغلي احمدزي ویلي، پولیسو د پېښې په تړاو یو مشکوک کس نیولی دی.

که څه هم د هجران روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی، خو د لوګر عامې روغتیا ریاست ویلي، نوموړې د ښې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوې.

نفیسه هجران په تېرو دوو دورو کې د لوګر د ولایتي شورا غړې پاته شوې او دغه ولایت کې له مطرحو او زړورو فعالو ښځو له ډلې وه.

تر اوسه کومې ډلې پر نوموړې د برید مسؤلیت نه‌دی اخیستی.