پاکستان عبدالله عبدالله ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړه

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

پاکستان د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ته هغه هېواد ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړې ده.

دا خبره د ملي مصالحې عالي شورا په خپله فېس‌بوک پاڼه کې کړې او ویلي یې دي چې دغه بلنلیک پرون په کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان ښاغلي عبدالله ته وړاندې کړ.

د خبر له مخې ښاغلي عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې په خپل دفتر کې له نصرالله خان سره وکتل او د سولې پر روان بهیر یې خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې د پاکستان سفیر وویل چې هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي او تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره به خپلې مرستې جاري وساتي.

ښاغلي عبدالله ویلي چې په یوه مناسب وخت کې به هغه هېواد ته سفر وکړي.

پاکستان ته د افغانستان د سولې په پروسه کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه کتل کېږي.