د یوه ۲۵ کلن تړون په اړه د ایران او چین خبرې

د ایران او چین بیرغ

ایران له چین سره د ۲۵ کلن تړون په اړه خبرې کړې دي.

دا خبره د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پرون د خپل هېواد پارلمان ته وکړه او ویې‌ویل، پر دې تړون د باور او اعتماد په فضا کې خبرې شوي او کله چې هغه وشو، شرطونه به‌یې اعلان شي.

ظریف ټینګار وکړ چې له چین سره کېدونکی تړون چې د ده په وینا خبره‌یې د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې کله چې د چین ولسمشر شي جین پنګ له تهرانه کتنه کوله راپورته شوه، کوم پټ تړون نه‌دی.

دغه‌راز د ایران ستر مذهبي مشر ایات‌الله علي خامنه‌یي هم په ښکاره له چین سره د دوه اړخیز ستراتېژیک تړون ملاتړ کړی دی.

چین د ایران د سوداګرۍ لوی شریک او د ایران د اوومه تېلو د صادراتو چې د امریکا بندیزونو سخت ځپلی دی، مهم پېرېدونکی دی.