د اسرائیل پوځ: فلسطینیانو له غزې تراړې دوه توغندي راتوغولي

ارشیف

د اسرائیل پوځ وایي، فلسطینیانو پرون له غزې تراړې د دوی پر خاوره دوه توغندي توغولي دي.

د دغو توغندیو د لګېدو اصلي ځایونه نه‌دي په ډاګه شوي.

د اسرائیل پوځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، "دوه توغندي له غزې تراړې د اسرائیلو پر خاورې لګېدلي دي".

ګمان کېږي چې د حماس سخت دریځې ډلې به چې پر غزې کنټرول لري، دغه کار کړی وي، خو دغې ډلې تر پرون ناوخته په دې اړه څه نه‌و ویلي.

پرون د اسرائیل په جنوب کې د خطر زنګ اورېدل شوی، خو د دغه هېواد رسنیو ویلي، د اوسپنیزې ګنبدې دفاعي سیستم فعال نه‌شو او دا په دې معنی چې راکټونه ګڼ مېشتو سیمو خواته نه‌دي توغول شوي.

حماس د جون میاشتې په وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د اسرائیل له خاورې سره د لوېدیځې غاړې د یو شمېر سیمو د یوځای کېدو پلان د جګړې په معنی ده.

له دغه خبرداري وروسته له غزې پر اسرائیل دوه توغندي وویشتل شول او اسرائیلو په ځواب کې د فلسطین دننه د حماس پر تأسیساتو هوایي بریدونه وکړل.

حماس او اسرائیل په تېرو څو کلونو کې درې خونړۍ جګړې کړې دي، د دوی وروستۍ جګړه په ۲۰۱۴ کال کې وه چې ۲،۲۰۰ فلسطینیان او ۷۴ اسرائلیان په‌کې ووژل شول.