د ملي شورا غړو ته له بایومټریک وروسته د موټرو نمبر پلېټونه وېشل کېږي

ارشیف

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت وایي، د ملي شورا غړو ته به له دې وروسته د موټرو نمبر پلېټونه د بایومټریک بهیر له بشپړېدو وروسته وېشل کېږي.

په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې هدف پرون د کورنیو چارو وزارت او ملي شورا ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه.

ده لیکلي، له دې وروسته به د (م-ج) او (و-ج) پلېټونه یوازې د ملي شورا غړي کاروي او د ناوړه ګټې اخیستنې مخه به‌یې نیول کېږي.

د دغه کار لارښوونه افغان ولسمشر محمد اشرف غني کړې ده.

له دې وړاندې د دغو پلېټونو په ورکړه کې ستونزې وې او پر وکیل سربېره به د هغه نږدې کسانو هم دا نمبر پلېټونه کارول او کله نا کله‌یې ښاري نظم هم ګډوډاوه.