په هلمند کې په تېرو ۶ مياشتو کې ۵۴۶ ماشومان ټپيان او ۲۰ نور وژل شوي دي.
په هلمند کې د بشر حقونو د ساحوي دفتر د اړيکو او معلوماتو مسؤل مقيم عليزی وايي دغه شمېر ماشومان د هلمند ولايت په بېلابېلو سيمو کې مړه او ژوبل شوي دي.
مقيم چې ازادي راډيو سره خبرې کولې وويل د جګړې دواړه غاړې لا هم د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه نهکوي.
په هلمند کې د ملکي تلفاتو تر ټولو بوږنوونکې پېښه په سنګين ولسوالۍ کي وه چې د ملکي خلکو په يوه مېله بازار کې تر غبرګو چاودنو وروسته ۳۰ نفره ووژل شول او ۲۵ ټپيان شول.
حکومت د سنګين د پېښې پړه پر طالبانو او طالبانو پر حکومت ورواړوله.
یوناما او بشر حقونو بنسټونو په دې وروستيو کې د ملکي تلفاتو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده.