لغمان کې بې‌ځایه شوې کورنۍ: تر اوسه هېځ ډول مرستې راسره نه‌دي شوي

د لغمان ولایت نقشه

د لغمان بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، تر اوسه ورسره هېځ ډول مرستې نه‌دي شوي.

د لغمان مرکز مهترلام ته د جنګ جګړو له کبله د دغه ولایت له لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو راکډه شوې کورنۍ وایي، نه‌پوهېږي چې د کډوالو په نوم شوې مرستې چېرته تللي.

دغه بې‌ځایه شوي خلک وایي، کلونه وشول چې د جنګ جګړو او ناارامیو له امله له خپلو مېنو راکډه شوي او اوس په مرکز مهترلام کې دېره دي، خو په خبره‌یې چې تر اوسه ورته د کډوالۍ هېڅ حق نه‌دی ورکړل شوی.

د دوی په خبره، اوس‌مهال د ژوند له ستونزو او سختیو سره لاس او ګرېوان دي.

په لغمان کې د سلګونو بې‌ځایه شویو کورنیو غړي له ځایي چارواکو غواړي چې د دوی د حقونو په ورکړې سره‌یې ژوند له کړاوونو وژغوري.

د لغمان د کډوالو چارو ریاست د مسؤلینو په خبره، په وروستیو درې کلونو کې هر کال په اوسط ډول (۱،۰۰۰) کورنۍ په دغه ولایت کې د جنګ جګړو او ناخوالو له کبله له یوه ځایه بل ځای ته کډوال کېږي.

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په لغمان کې شااوخوا ۲۵ زره کورنۍ دي چې له تېرو اتو کالو راهیسې د جکړو له امله بې‌ځایه شوي او دوی ته‌یې مراجعه کړې ده.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت‌زي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د لغمان ځایي اداره د کډوالۍ ستونزې درک کوي، خو په خبره‌یې هېڅ وخت د کډوالو حقه حقوق نه‌دي تلف شوي.

د یادونې ده چې د دغه ولایت بې‌ځایه شوي کډوال وایي، د کار روزګار، د استوګنې د ځای، د څښاک د اوبو او د ژوند د نورو اسانتیاوو او امکاناتو نشتوالي د ژوند کړۍ ورتنګه کړې او له سخت وضعیته کړېږي.