یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ یوه ساتونکې مړه کړې

د سویس په زیوریخ ژوبڼ کې یو سایبریایي پړانګ

یوه سایبریایي پړانګ د سویس په زیوریخ کې د ژوبڼ پر یوې ساتونکې حمله کړې او مړه کړې یې ده.

راپورونه وايي پړانګ پر هغې ۵۵ کلنې ښځې چې په ژوبڼ کې یې کار کاوه، پرون شنبه د نندارچیانو په مخکې حمله وکړه.

څېړونکو پلټنې پیل کړي چې دغه ښځه ولې د پړانګ قفس ته دننه شوې وه.

د عمومي مقرراتو له مخې په ژوبڼ کې باید د وحشي ژویو او انسانانو ترمنځ کوم مستقیم تماس نه‌وي.

دغه پړانګ چې پنځه کلن دی، تېر کال له ډنمارک څخه د زیوریخ ژوبڼ ته ولېږدول شو.

سویس د کرونا ویروس له کبله د لګول شویو محدودیتونه کمول د جون میاشتې پر شپږمه پیل کړل او په دې لړ کې یې ژوبڼونه هم بېرته پرانیستل.