د بهرنیو چارو وزارت او افغان پست د قونسلۍ برخه کې تفاهم لاسلیک کړ

افغان پست

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت او د افغان پست دولتي شرکت ترمنځ د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانتیا د رامنځته کېدو لپاره یو تفاهم لاسلیک شو.

د یاد وزارت د قونسلۍ څانګې مشر عبدالملک قریشي د شنبې په ورځ د دې تفاهم د لاسلیک پر مهال وویل: "تر دې وروسته د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا ټول تصدیق او ارزول شوي اسناد افغان پست ته سپارل کېږي. په لومړني پړاو یعنې لومړیو شپږو میاشتو کې دا اسناد د کابل او اتو ولایتونو ۱۵ پوسته‌خانو ته چې د بهرنیو چارو وزارت نمایندګۍ په‌کې شته، رسول کېږي."

د ښاغلي قریشي په خبره تر شپږو میاشتو وروسته د بهرنیو چارو وزارت اړوند اسناد د پروسس او تصدیق لپاره له ولایتونو څخه مرکز ته هم د افغان پست له لارې لېږل کېږي.