‎د سویل لویدیځې حوزې استازي: حکومت باید زمونږ حقونه راکړي

ارشیف

د افغانستان د سویل لویدیځې حوزې یو شمېر استازي شکایت لري چې حقونه یې نه دي ورکړل شوي.

‎د هرات، غور، فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو یو شمېر استازو په کابل کې د پارلمان مخې ته د تحسن خیمه درولې او وایي چې حکومت یې باید حقونه ورکړي.

‎د دغو تحسن کوونکو یو استازي عبدالخالق فراهي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دې په حکومت کې د دغې حوزې خلکو ته ونډه ورکړي.

‎ښاغلی فراهي وایي، دوی د هېواد ۲۵ سلنه نفوس جوړوي او د ګمرکونو د عوایدو لوړه برخه راټولوي، خو په خبره یې د حکومت له پامه غورځول شوي دي.

‎د نوموړي په خبره د دغو تحسن کوونکو شمېر لسګونو ته رسېږي چې په کې د یادو ولایتونو قومي مشران، ځوانان، ولایتي شورا استازي مدني فعالان شامل دي او له حکومته غواړي چې په حکومتي او دولتي ادارو کې دې ونډه ورکړل شي.

‎بلخوا د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وایي حکومت باید په کابینه کې د افغانستان د ټولو وګړو استازي شامل کړي.

‎د کټوازي په خبره که د دغې حوزې خلکو په لاریونونو او یا نورو مدني غبرګونونو د خپل حق غوښتنې لپاره لاس پورې کوي ورسره ولاړ دي.