روانه اوونۍ د افغان سولې په اړه درې مهمې غونډې جوړېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

افغان دولت روانه اوونۍ د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځته کېدو په هدف د درې مهمو غونډو کوربه توب کوي.

لومړنۍ غونډه د شلو سیمه ییزو هېوادونو د استازو، دویمه هغه د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه او دريیمه د هغو هېوادونو غونډه ده چې تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په امنیتي او اقتصادي مسایلو کې ښکيل وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته ویلي، دغه غونډې له دوشنبې ورځې پیليږي.

هغه زیاته کړه: "د سولې د بین الافغاني خبرو له پيله مخکې افغان دولت د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا او ګړندیتوب لپاره دا اوونۍ د درېیو سیمه ییزو، نړیوالو او درې اړخیزو غونډو کوربه توب لري، د درې واړو لویو غونډو هدف د اجماع پیاوړتیا ده چې بین الافغاني خبرې ژر پيل او مطلوبو نتایجو ته ورسېږو."

افغان دولت او طالبانو تراوسه د بین الافغاني خبرو پيل ته نېټه نه ده ټاکلې، خو ارګ ویلي، لومړنۍ ناسته به د قطر پلازمېنې دوحه کې ترسره کېږي.

افغان دولت غواړي چې له دغو خبرو مخکې د نړیوالو او سیمه ییزو شریکانو نظرونه واوري او د هغوی ملاتړ ورجلب کړي.