امنیتي مسئولین: پکتیا او پکتیکا کې ۶ طالبان وژل شوي

ارشیف

په سویل ختیځو ولایتونو پکتیا او پکتیکا کې د ماین چاودنو ۶ طالبان وژلي او یو بل یې ټپی کړی دی.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا احمد خېلو او د پکتیکا خوشامند کې طالبانو ماینونه خښول چې پرې چاودېدلي دي.

هغه زیاته کړه: "بېګا شپه ناوخته وسله والو طالبانو غوښتل چې په پکتیا کې د غونځې په سیمه کې ماین ځای پر ځای کړي، خپل ماین پرې چاودنه کړې، ۴ ماین خښوونکي هملته وژل شوي دي، د پکتیکا خوشامند سیمه کې هم طالبانو باندې خپل ماین چاودلی چې ۲ تنه یې وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی."

د پکتیا امنیه قومندانۍ وایي، اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې هم یو طالب د خپل ماین قرباني شوی دی.

طالبانو تراوسه د دغو درې واړو پیښو په اړه څه نه دي ویلي، خو په یوه خبرپاڼه کې یې امریکایي ځواکونه له دوی سره د شوې هوکړې په مکررو سرغړونو تورن کړي دي.

طالبانو ویلي، تېره شپه افغان او امریکایي ځواکونو د لوګر بابوس سیمه کې د ملکیانو په کورونو چاپه وهلې چې د خلکو کورونه یې لوټلي او یو عام کلیوال یې وژلی دی.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو په لاسلیک شوې هوکړه کې دواړو لورو ژمنه کړې ده چې یو پر بل به بریدونه نه کوي.