پاکستان کې ۲۲ تنه سېکهان وژل شوي

د سېکهانو د وژل کېدو د پېښې سیمه

د پاکستان په شمال ختیځ کې ۲۲ تنه سېکهان چې د مذهبي مراسمو لپاره روان وو، پرون هغه مهال ووژل شول چې یو اورګاډی د دوی له بس سره ولګېده.

د چارواکو په وینا پېښه د پنجاب ایالت په شېخ پوره سیمه کې شوې ده. پولیس وايي، دا سېکهان د پېښور اوسېدونکي وو چې د نانکانا صاحب په نوم د سېکهانو یوه زیارت ته روان وو.

رسنیو د شېخ پورې سیمې د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې په دې بس کې شاوخوا ۲۶ تنه مسافر سپاره وو. په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي وو.

په پاکستان کې د اورګاډو او له اورګاډو سره د موټرو د ټکر پېښې ډېرې کېږي. په تېره فبرورۍ میاشت کې د دې هېواد په جنوب کې ۱۹ کسان هغه مهال مړه شول چې یو اورګاډی له یوه بس سره ټکر شو.