ترکیه کې د جمال خاشقجي د وژنې په تور د ۲۰ کسانو محاکمه پیل شوه

جمال خاشقجي

نن (د جولای درېیمه) د سعودي عربستان د شلو چارواکو چې ویل کېږي د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې يې لاس درلود، محاکمه په ترکیه کې پیل شوه.

خاشقجي له واشنګټن پوسټ سره کار کاوه او د سعودي عربستان د حکومت منتقد و.

خاشقجي د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان له جدي منتقدینو څخه و چې د ۲۰۱۸ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې ووژل شو.

د سعودي عربستان چارواکو ادعا وکړه چې یوې ډلې پر خپل سر خاشقجي وژلی او دولت ورته اجازه نه ده ورکړې.

د استانبول څارنوالۍ د سعودي عربستان د استخباراتي ادارې پخوانی رئیس احمد العسیري او د سلطنتي محکمې یو پخوانی سلاکار سعود القحطاني د دې قتل په پلانولو تورن کړي دي.

د څارنوالي په وینا د خاشقجي په خفه کولو کې ۱۸ نورو کسانو هم لاس درلود.

خاشقجي وروستی ځل هغه مهال ولیدل شو چې په استانبول کې د اسنادو لپاره د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته ننوتی و.

ترکي چارواکي وايي، د ده مړی ټوټه شوی او له ودانۍ دباندې وړل شوی و خو پاتې شوني يې هېڅ ځای ونه موندل شول.