امنیتي چارواکي: بغلان کې ماین چاودنې ۲ پولیس وژلي

ارشیف

د بغلان ولایت په نهرین ولسوالي کې د سړک غاړې ته د ماین چاودنې په نتيجه کې ۲ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د بغلان یوه امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه نن (د جولای په ۳یمه) داسې مهال رامنځته شوه چې د پولیسو موټر پر ماین وخوت.

د بغلان د پولیسو ویاند واما جاوېد تائيدوي چې په دې پېښه کې پولیسو ته تلفات اوښتي خو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.

نهرین ولسوالي د بغلان په ختيځ کې موقعیت لري او د دې ولایت له ناامنو ولسوالیو ګڼل کېږي.