چارواکي: جلال اباد کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ موټر سوځېدلي

د اورلګېدنې سبب لا تر اوسه نه دی معلوم شوی چې د څه شي له امله رامنځته شوې ده.

د ننګرهار به مرکز جلال اباد کې د اور لګېدنې له امله ۱۸ موټرې سوځېدلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه اورلګېدنه تېره شپه ناوخته د جلال اباد ښار د کابل هډې د موټرو د تم کېدو په یوه سرای کې رامنځته شوې چې په خبره یې، په کې له یو لک او ۲۰ زیاتو امریکایي ډالرو په اندازه زیان اوښتی دی.

خوګیاڼی وایي، د اور وژنې ټيم په خپل وخت د پېښې ځای ته رسېدل و چې په ترڅ کې یې تر شلو زیات موټر له سوځېدو وژغورل شول.

د اورلګېدنې سبب لا تر اوسه نه دی معلوم شوی چې د څه شي له امله رامنځته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې سخته ګرمي، تېز بادونه او د خلکو بې پروایي هغه څه دي چې د اوړي په موسم کې د اورګېدنې پېښې ډېرې رامنځته کېږي او د ګڼو مالي زیانونو ترڅنګ په کې خلکو ته د سر زیانونه هم اړوي.