د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر په موټر چاودنې دوه تنه ټپیان کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې نن له غرمې وروسته د جلالاباد ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې د سره رود ولسوالۍ د اجرائیه امر عبدالواسع انتظار په موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه وکړه چې په خبرهیې، خپله عبدالواسع انتظار او د نوموړي یو زوی یې ټپیان کړي دي.
د خوګیاڼي په وینا، د عبدالواسع انتظار ټپونه ژور دي، خو زوی یې سر سري ټپي شوی چې دا مهال د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د یادونې وړ ده چې تېره سې شنبه هم د جلالاباد ښار په همدې ناحیې پورې مربوط اکاخېل پلازې مخې ته په یوه موټر پسې نښلول شوي ماین چاودنه کړې وه چې د معلوماتو له مخې، د سر له زیان پرته پهکې د دوو موټرو په ګډون مالي زیانونه اوښتي وو.