یوناما: ښکېلې خواوې دې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې جګړه سړه کړي

د یوناما لوګو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یوناما د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې دوحه کې تر بین‌الافغاني خبرو مخکې جګړه سړه کړي.

یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د جګړې له کموالي سره به ملکیان خوندي او د سولې خبرو ته به چې د دوی په ټکو همدې میاشت کې پيلېږي، ښه فضا برابره شي.

په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز په حواله ویل شوي، دغه هېواد کې سولې ته زړورې پرېکړې او لوی کارونه شوي.

دې زیاته کړې، د دې لپاره چې سولې ته عملي ګامونه اوچت شي د جګړې دواړه خواوې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.

یوناما ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو په ځانګړې توګه د مدني فعالانو وژنو اندېښمن کړي دي.