د لوګر امنیتي مسؤلینو ته د ولسمشر غني امر

افغان ولسمشر او ورسره پلاوی په لوګر کې د غونډې پر مهال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي مسؤلینو ته امر وکړ چې په لوګر ولایت کې د امنیت ټينګولو او حملو پر شا تمبولو په خاطر دې ژر تر ژره اقدامات وکړي.

دا خبره نن د ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې ده.

ولسمشر غني نن د لوګر د امنیتي وضعیت ارزولو په هدف دې ولایت ته سفر کړی و.

د لوګر والي اجمل شاه‌پور له ولسمشر څخه د لوګر ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا زیات تجهیز، د ځانګړو عملیاتو ترسره کېدو، هوایي بریدونو، د اردو او پولیسو او همداراز د ولسي پاڅونونو د پرسونل د لا زیات اکمال غوښتنه وکړه.

له ولسمشر سره د جمهوري ریاست لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز بسم‌الله وزیري او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم تللي وو.

ولسمشر داسې مهال لوګر ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د لوګر ولایت امنیتي وضعیت خراب شوی.

لوګر ولایت د پلازمېنې کابل ترڅنګ موقعیت لري چې تر ډېره په‌کې وسله‌وال طالبان فعال دي.