د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا 'پي ای اې' او وېژن ايیر انټرنشنل یا 'پي وي ټي' جوازونه ځنډولي دي.
دا شرکتونه به راتلونکې شپږ میاشتې د دې ټولنې په هوايي قلمرو کې پروازونه نهشي کولای.
دا اقدام وروسته له هغه شوی چې د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان وویل چې د ۲۶۲ پیلوټانو پر جواز شک لري او د دغو کسانو دندې يې وځنډولې.
د 'پي ای اې' ویاند عبدالله حفیظ نن ازادي راډيو ته وویل چې له اروپايي ټولنې سره په دې اړه په تماس کې دي.
ښاغلی حفیظ زیاتوي: "که خدای دې نهکوي کومه پېښه شوې وی او د پلټنو لپارهیې بهرنيان راغلي وی، خبره به تر دې هم خرابه شوې وی، نو ښه شو چې اوس دا اقدامات وشول."
ټول هغه مسافر به چې پروازونهیې اروپايي ټولنې هېوادونو ته وو، یو انتخاب ولري چې خپل پرواز بلې وروستۍ نېټې ته وغځوي او یا بېرته خپلې پیسې واخلي.
'پي ای اې' وايي چې په موقتي توګه به اوسمهال خپل ټول پروازونه ودروي، خو وروستهیې وویل چې د دوو ورځو وقفهیې موندلې چې د جولای له لومړۍ تر درېيمې يې په اروپا او بریتانیا کې د الوتکو د کېناستو اجازه ترلاسه کړې ده.
تېره اوونۍ د پاکستان د هوايي چلند وزیر غلام سرور خان وویل چې د ۲۶۲ پیلوټانو جوازونه یا له وخته تېر شوي او یا ځيني تقاعد شوي دي چې په دغو کې ۱۴۱ د 'پي ای اې'، نهه د اییر بلو، ۱۰ د سیرین ايیر، او ۱۷ د شاهین ایرلاین دي.
د پاکستان د پیلوټانو ټولنې ویلي چې په دې اړه باید پلټنې وشي ځکه یو شمېر پیلوټان ډېر لوستي او تجربه لرونکي کسان دي.